IQNA

      د قرآن د خادمانود دیرشم   کنفرانس  ټاکل شوي کسان

  ایمان صحاف؛ د ښځو د تواشیح په برخه کې له مخکښتیا رانیولې په واټیکان کې تر اجرا پورې

10:58 - May 18, 2025
د خبر لمبر: 3491130
ایکنا -  ایمان صحاف،  داسې میرمنه  چې له یوې قرآني کورنۍ راپورته شوې، په ۲۰ کلنۍ کې د قرآن د نړیوالو سیالیو د قاضیانو یا  داورانو په ډلې کې شامله شوې او د استاذې او قاضي په توګه ئې په لسګونو ولایتي، ملي او نړیوالو قرآني سیالیو کې برخه اخیستې ده.

د ایکنانیوز  د راپور له مخې، د قرآن کریم د خادمانو د درنښت او ستاینې دیرشم کنفرانسد تیر لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې  په ۲۶ ، د رمضان المبارک میاشتې په نیمائي کې ترسره شوه. په دغو مراسمو کې، چې د د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر مسعود پزشکیان پکې  شتون درلود،   د  قرآني فعالانو دیارلسو ډلو ، د مداحئ د یوې ډلې  او د قرآن  د یوځاي تلاؤت کونکې ډلې ستاینه او قدرونه وشوه.. یو هغه  کس چې په دغو مراسمو کې د قرآن د خادم په توګه وپېژندل شو، د ایران   یوه فعاله قرآني میرمن ایمان صحاف‌نائیني، وه.

میرمن ایمان صحاف په یوې داسې کورنۍ کې زېږېدلې چې د  وحي د آیتونو پر بنسټ ولاړه وه. کلونو وروسته، د هغې د هڅو او په قرآن کریم کې د تخصص له امله، هغه د ایران   یوه  پېژندل شوي فعاله میرمن شوه .

ایمان صحاف د قرآن په برخې کې خپله لاره  له ماشومتوبه پیل کړه . دغې قرآني ښځې له پيغلتوبه  د تلاوت د صحیح آدابو د زده‌کړې اودودولو په لاره مزل پیل کړ او دا لارې ته  ئې تر هغه وخته دوام ورکړ چې بالاخره په ۱۳۹۹ کال کې یې د استاد مهدي حسنی له لورې د قاریانو د پړاؤ سند ترلاسه کړ؛ یو ارزښتناک سند چې د تلاوت د فنونو پر بشپړ تسلط او احاطې د هغې شاهدي ورکوي.

هغې پخپله له رسنیو سره په یوه خبرو اترو کې ویلي وو چې د تدریس کار ئې له پيغلتوبه پیل کړی دی.

د قضاؤت په برخې کې فعالیت د میرمن ایمان صحاف په مسلکي ژوند کې ډېر زر څرګند شو. په ۲۰ کلنۍ کې، هغې  په لومړي ځل د نړیوالو سیالیو د قاضیانو  په ترکیب کې ځای وموند. یو داسې ویاړ ، چې په دې عمر کې کمو کسانو ته رسېدلی دی.

ایمان صحاف یوازې  قاضي او استاده نه وه؛ هغې داسې غږ درلود چې په مذهبی مداحئ، تواشیح او د قرآن په تلاؤت کې ئې  په  په ګډه توګه  اجرا کړ.

یوه   غوره اجرا  ئې د حضرت عیسي (ع) د دوه زره کلن زېږېدنې په دستورو کې په واټیکان کې برخه اخیستنه وه؛ داسې یو  پروګرام چې د دینونو د یووالي او د ایرانیانو د قرآني هُنر عظمت ئې په نړیواله کچه وښود.

په اربعین کې په څو تبلیغي او جهادي سفرونو کې برخه اخیستنه د هغې د خدمت او خالص نیت  د روحیې بل مثال دی چې د قرآن د کلتور د دودولو په لاره کې ئې ښودلې ده.

په پای کې، هغه تر ټولو ستر ویاړ چې دې قرآني شخصیت ترلاسه کړ، د قرآن کریم د خادم په توګه پېژندل کېدل وو.

https://iqna.ir/fa/news/4282884

captcha